د زده کړیالانو په رضایت باندې د کیفیت لوړاوي سیسټم د پلي کولو اغېزو څېړنه (ترمطالعه لاندې: فراه پوهنتون)

نویسندگان

  • Fawad Momand Omarzai ¹ Department of Agricultural Economics and Development, ² Department of Agronomy, Faculty of Agriculture, Farah Higher Education Institute, Farah, Afghanistan
  • Nasir Ahmad Nasrat ¹ Department of Agricultural Economics and Development, ² Department of Agronomy, Faculty of Agriculture, Farah Higher Education Institute, Farah, Afghanistan

کلمات کلیدی:

Farah University, Quality Improvement Systems, Questionnaire, Student Satisfaction, TQM, Teaching Quality

چکیده

دغه څېړنه د فراه د لوړو زده کړو مؤسسې د زده کړیالانو په رضایت باندې د کیفیت لوړاوي سیسټمونو (لکه TQM او د فیډبک پر بنسټ اصلاحات) د اغېزو ارزونې لپاره ترسره شوې ده. دا میداني او توصیفي-تحلیلي مطالعه د پوښتنلیک پر بنسټ د ۳۳۰ زده کړیالانو له نمونې (د مورګان جدول پر اساس) څخه کار اخلي، چې د فراه پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو (تعلیم او تربیه، زراعت، اقتصاد) استازیتوب کوي. معلومات د لیکرټ مقیاس (۱-۵) پوښتنلیک له لارې راټول شوي او د SPSS (نسخه ۲۶) په مرسته تحلیل شوي دي. پایلې ښيي چې د استادانو رول (۰.۶۵ r = )، د ښوونیزو موادو کیفیت (۰.۵۸ r = )، او د زیربناوو کیفیت(۰.۵۵ r =) د رضایت پر زیاتوالي قوي اغېز لري، په داسې حال کې چې د زده کړیالانو ګډون ( ۰.۲۰r = ) او د ښوونکو رضایت( ۰.۱۸ r = ) لږ اغېز لري. د تعلیم او تربیې پوهنځي زده کړیالان (اوسط = ۳.۹۵) د زراعت پوهنځي (اوسط = ۳.۷۸) په پرتله لوړ رضایت لري (۰.۰۱۹ r =). د رېګرېشن ماډل (۰.۷۴ R² =) د رضایت ۷۴٪ تنوع توضیح کوي. عمده ننګونې د سرچینو کموالی، د زیربناوو محدودیت، او اداري مقاومت دی. وړاندیزونه د استادانو د وړتیاوو لوړولو، د ښوونیزو موادو او زیربناوو اصلاح، او د تعلیمي ټکنالوژۍ پراختیا شامل دي. دا مطالعه د فراه پوهنتون د کیفیت لوړاوي او د زده کړیالانو د رضایت د زیاتولو لپاره عملي لارښوونې وړاندې کوي.

##submission.downloads##

چاپ شده

2025-09-05

##plugins.generic.recommendBySimilarity.heading##

1 2 3 4 5 6 7 8 > >> 

##plugins.generic.recommendBySimilarity.advancedSearchIntro##