د قران کریم او نبوي أحادیثو په رڼا کې د پلان جوړونې عملي بیلګې
کلمات کلیدی:
Holy Qur'an, Hadith , Planning, Benefits, Examplesچکیده
د اسلام مبارک دین د ژوند ټولو برخو ته نظر کوي، انساني حاجات په نظر کې نیسي، دا چې اسلام یو تام، عام او شامل نظام دی له همدې امله په دې نظام کې پلان جوړونې ته اړتیا لیدل کېږي، تر څو وخت په وخت د خپلو کړنو لپاره پلان جوړ کړل شي، ددې څېړنې اساسي موخه په اسلامي شریعت کې د پلان جوړونې بیلګې ده، چې په دوو اهدافو مشتمل ده: د قران کریم په رڼا کې د پلان جوړونې بیلګې او نبوي أحادیثو په رڼا کې د پلان جوړونې بیلګې څېړل دي، ددې څېړنې تګلاره کتابتوني انتخاب شوې ده، په دې برخه کې د ۲۰ منابعو څخه ګټه اخیستل شوې ده، تر ډېره د المکتبة الشاملې، خادم الحرمین الشریفین څخه ګټه پورته شوې ده، همدا راز د انټرنیټ په برخه کې یو شمېر سایټونو څخه او له موضوعي تحلیل څخه پکې استفاده شوې دي، په دې برخه کې علماؤ یو شمېر لیکنې ترسره کړې دي، البته په ځانګړې توګه داسې کومه مقاله او یا لیکنه ونه موندل شوه چې په مشخصه توګه همدا موضوع روښانه کړي، ددې مقالې په جریان کې به واضح شي چې پلان جوړونه په اسلامي شریعت کې مشروع عمل دی، همدا راز به د قران کریم په رڼا کې د پلان جوړونې بیلګې او نبوي أحادیثو په رڼا کې د پلان جوړونې بیلګې روښانه شي. دا چې پلان جوړونه یو دیني مسؤلیت او مهم دی اداراتو ته سپارښتنه کېږي چې په پلان جوړ او په ژوند کې ور څخه کار واخلي.
##submission.downloads##
چاپ شده
ارجاع به مقاله
شماره
نوع مقاله
مجوز
حق نشر 2025 Farah Research & Scientific Journal

این پروژه تحت مجوز بین المللی Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 می باشد.
