په لوړو زدهکړو کې پر کیفیت لرونکي تدریس او ښوونې د اغېزلرونکو عواملو ارزونه
چکیده
دا څېړنه د لوړو زدهکړو په نظام کې د کیفیت لرونکي تدریس او ښوونې د لارو چارو د پیژندلو او تحلیل په موخه ترسره شوې ده، څو دا معلومه شي چې کوم عوامل د مؤثر تدریس او زدهکړې په بهیر کې اساسي رول لري. څېړنه د توصیفي–تحلیلي ځانګړتیا لرونکې ده او د معلوماتو د راټولولو لپاره د سروې (پوښتنلیک) طریقه کارول شوې. د SPSS احصایوي سافټویر له لارې الفای کرنباخ، همبستګۍ (Pearson)، کلاسیک رېګرېشن او فرضیو ارزونې ازموینې ترسره شوې. د پایلو له مخې، د استاد مهارتونه، تدریسي میتودونه، د محصلانو فعال ګډون، او ارزونه هغه متغیرونه دي چې د تدریس د کیفیت سره معناداره او مثبتې اړیکې لري. د پیرسن همبستګۍ تحلیل د r = 0.731 تر r = 0.618 پورې ارزښتونه ښيي، او د رېګرېشن ماډل د R² = 0.759 له لارې نږدې 76٪ د تدریس کیفیت تغیرات د همدې څلورو متغیرونو له امله توجیه کېږي. همداراز، د کلاسیک رېګرېشن فروض لکه خطي اړیکه، نرمال پاتې شوني، ثابت واریانس، او نهشتوالی د څو خطيتوب د تحلیل له مخې تایید شوي دي. د تحلیلونو پر بنسټ، څېړنه وړاندیز کوي چې د استادانو پر مسلکي پرمختګ تمرکز وشي، تدریسي میتودونه نوي او فعاله شي، محصلانو ته د ګډون فرصت برابر شي، او د ارزونې عصري، روان او متقابل سیستمونه رامنځته شي، تر څو د تدریس کیفیت په واقعي معنا لوړ شي.
##submission.downloads##
چاپ شده
ارجاع به مقاله
شماره
نوع مقاله
مجوز
حق نشر 2025 Farah Research & Scientific Journal

این پروژه تحت مجوز بین المللی Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 می باشد.
