د افغانستان په پوهنتونو کې د تضمین کیفیت ننګونې او فرصتونه: شیخ زاید پوهنتون ته ځانګړې کتنه

نویسندگان

  • Haroon Borhan Public Relations, Communications, and Journalism, Shaikh Zayed University, Khost, Afghanistan

کلمات کلیدی:

Quality Assurance, Higher Education, Challenges, Opportunities, and Shaikh Zayed University, Afghanistan

چکیده

څېړنه د افغانستان په پوهنتونونو کې په ځانګړي ډول د شیخ زاید پوهنتون د تضمین کیفیت ننګوونو، فرصتونو او بهیر ته علمي کتنه کوي. د څېړنې اصلي موخه دا ده، چې په شیخ زاید پوهنتون کې د تضمین کیفیت بهیر څنګه مخکې ځي او دا پروسه د کومو فرصتونو او ننګونو سره مخ ده وڅېړي. د څېړنې فرضیه دا ده، چې شیخ زاید پوهنتون کې د تضمین کیفیت پروسه له ګڼو ننګونو  سربېره ښه روانه ده او که شته فرصتونه ښه مدیریت شي، دا به یاده پروسه لا ښه تطبیق او اغېزمنه کړي. څېړنه د تحلیلي او توصیفي ګډ میتود پر بنسټ ترسره شوې، چې د سروې، نیمه جوړو شویو مرکو او رسمي اسنادو تحلیل ته په کې مراجعه شوې ده. د سروې لپاره نمونه‌ د پوهنځیو رئیسانو، څانګو آمرینو، استادانو، تدریسي مدیرانو او اداري کارمندانو څخه اخیستل شوي ده. همدا رنګه، د پوهنتون د علمي چارو مرستیال، د څېړنو مرستیال او د تضمین کیفیت آمر سره ځانګړي ژورې مرکې ترسره شوي دي. سربېره پردې، د شیخ زاید پوهنتون د ۱۴۰۰، ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کال د تضمین کیفیت د بیروني ارزونې راپورونو ته هم ژوره کتنه شوې­ده. د څېړنې موندنې ښيي چې د شیخ زاید پوهنتون د تضمین کیفیت بهیر سره له دې چې د بشپړ اعتبار درلودونکی دی، خو لا هم د څېړنې کمزورتیا، د معلوماتي سرچینو محدودیت، د ټیکنالوژۍ نیمګړتیا، د بودیجې کمښت، د کادري ظرفیت کمښت او د پالیسیو نه وضاحت هغه خنډونه دي چې د بهیر پر مؤثریت یې منفي اغېز کړی. بل لورته، د لوړو زده‌کړو وزارت همکاري، باثباته امنیت، د مسلکي پراختیا مرکز او د هیواد داخل او خارج کې روزل شوي کادرونو شتون د تضمین کیفیت لپاره مهم د قوت ټکي دي. څیړنه به د لوړو زده‌کړو وزارت او پوهنتونونو سره د تضمین کیفیت بهیر او اړوند پالیسیو په جوړولو کې مرسته وکړي.

##submission.downloads##

چاپ شده

2025-10-07

##plugins.generic.recommendBySimilarity.heading##

1 2 3 4 5 6 7 8 > >> 

##plugins.generic.recommendBySimilarity.advancedSearchIntro##