په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو د رهبرۍ اساسي ننګونې او اغېزې
کلمات کلیدی:
Quality Assurance, Participation, Strategic, Innovation, Transparencyچکیده
لنډیز
په افغانستان کې د خصوصی پوهنتونونو د رهبرۍ کمزورتیا د لوړو زدهکړو په نظام کې یوه بنسټیزه ستونزه ده، چې د پوهنتونونو د کیفیت د ټیټوالي، د علمي څېړنو د کموالي، د زده کړیالانو د مهارتونو د نشتوالي او د ټولنې د اړتیاوو د نه پوره کېدو سبب ګرځي. رهبري د پوهنتونونو د پرمختګ او دوامداره ودې لپاره حیاتي رول لري، ځکه رهبري د ستراتیژیک لید ټاکل، د بشري منابعو مدیریت، د تضمین کیفیت او نړیوالو معیارونو پلي کول په غاړه لري. د دې څېړنې اهمیت په دې کې دی، چې د خصوصي پوهنتونونو د رهبرۍ کمزورتیا ښیي او د هغې د کمولو لپاره عملي وړاندیزونه وړاندې کوي. د څېړنې موخه دا ده، چې د خصوصي پوهنتونونو د رهبرۍ د کمزورتیا عوامل، اغېزې او ننګونې وڅېړي او د هغوی د حل لپاره وړاندیزونه وړاندې کړي. فرضیه دا ده، چې د رهبرۍ کمزورتیا په علمي کیفیت، اداري مدیریت او د تضمین کیفیت په سیستمونو مستقیم منفي اغېز لري. ددې څېړنې اصلي پوښتنه دا ده، چې په افغانستان کې د خصوصی پوهنتونونو د رهبرۍ کمزورتیا کومې اصلي ننګونې او پایلې لري؟. څېړنه د مختلط میتود په کارولو سره ترسره شوې، چې د معلوماتو راټولولو لپاره یې له کتابتون، حضوري مرکو، آنلاین سروې او تلفوني مرکې ګټه اخیستل شوې ده. د څېړنې پایلې ښیي، چې د خصوصی پوهنتونونو د رهبرۍ کمزورتیا د زدهکړو د کیفیت د ټیټوالي، د فارغانو د مهارتونو د کمښت، د پوهنتونونو د اعتبار د کموالي او د ټولنې باور د له منځه وړلو لامل شوې.
##submission.downloads##
چاپ شده
ارجاع به مقاله
شماره
نوع مقاله
مجوز
حق نشر 2025 Farah Research & Scientific Journal

این پروژه تحت مجوز بین المللی Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 می باشد.
