د قرآنکریم او نبوياحادیثو په رڼا کې د مشورې ارزښت ته یوه کتنه
Keywords:
اسلامي لارښوونې، حديث، رهبري، شوری، قرآن، مشورهAbstract
مشوره د انساني ژوند يو له هغو اساسي ارزښتونو څخه ده، چې د عقل، تدبير او ټولنيزې همغږۍ د څرګندېدو نښه ګڼل کېږي. د قرآن او حديث لهمخې مشوره نه يوازې د فردي پرېکړو لپاره يو سپارښت شوی عمل دی، بلکې د ټولنې د ادارې، مشرتابه او د عدالت د ټينګښت يو بنسټيز اصل ګڼل کېږي. څېړنې ښيي، چې الله جل جلاله د آدم عليهالسلام له پيدا کېدو مخکې له ملائکو سره د مشورې په بڼه خبرې وکړې او رسول الله ﷺ هم په ډېرو مهمو چارو لکه د حديبيې د سولې په وخت کې د خپلو اصحابو او آن د امسلمه رضياللهعنها مشوره ومنله. د دې څېړنې موخه دا ده، چې د مشورې ارزښت، دينې بنسټونه، ټولنيزې اغېزې او عملي اړخونه یې روښانه شي او دا وښيي، چې مشوره د انساني عقلونو د يووالي او د پښېمانۍ د مخنيوي وسيله ده. دا څېړنه د کتابتوني ډول او توصيفي-تحليلي کړنلارې په اساس ترسره شوې، چې پکې د قرآن آيتونه، نبوي احاديث او د معاصرو علماوو نظريات کارول شويدي. د څېړنې پايلې څرګندوي، چې مشوره د اسلامي رهبرۍ يو مهم اصل دی، چې د عدل، يووالي، باور او پرمختګ زمينه برابروي. لههمدې امله د مشورې عملي کول نه يوازې د دينې فريضې حيثيت لري، بلکې د انساني عقل د پياوړتيا او د ټولنې د سالم پرمختګ لپاره يو حتمي ضرورت ګڼل کېږي.
Downloads
Published
How to Cite
Issue
Section
License
Copyright (c) 2025 Farah Research & Scientific Journal

This work is licensed under a Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International License.
