د میاشتې د لیدلو او د مطالعو د اختلاف په تړاو د راجح قول د رابرسېره کولو څېړنه

نویسندگان

  • نوماند پوهنیار محمدعارف حلیم فقه او قانون څانګه، شرعیاتو پوهنځی، فراه پوهنتون

کلمات کلیدی:

اختلاف، روژه، رؤیة، میاشت، مطالع

چکیده

دا څېړنه د میاشتې د لیدلو او د مطالعو د اختلاف په تړاو د راجح قول په لټه کې ترسره شوې. د اختلاف مطالعو په اړه فقهي احکام د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د میاشتو لیدلو او د قمري میاشتو پیل او پای ټاکلو پورې اړه لري، په ځانګړي ډول د روژې میاشتې او اخترونو په اړه دا مسأله خورا اړینه ده. د څېړنې موخه د مذاهبو د علماؤ بیلابیلو نظرونو په څېړلو سره د راجح قول څرګندونه ده. د دې څېړني ارزښت له څو اړخونو ډېر مهم او حیاتي ګڼل کېږي، ځکه چې دا موضوع یوازې یوه علمي یا فقهی مسأله نه ده، بلکې د اسلامي امت د یووالي، د شرعي مناسبتونو د همغږۍ او د دیني اصولو د عصري اړتیاوو سره د تطبیق یوه مهمه برخه ده. څېړني ته د دې لپاره اړتیا وه، چې د هجري قمري میاشتې د پیل او پای په اړه د رؤیت (فزیکي لید) او فلکي محاسبو ترمنځ اختلاف یوه اوږده، تکرارېدونکې او عملي ستونزه ده، چې هر کال د اسلامي امت ترمنځ د عباداتو، اخترونو او نورو دیني مناسبتونو په تعین کې جدي اختلافات او ګډوډۍ رامنځته کوي. د همدې جدي ستونزې له امله دا څېړنه مهمه او اړینه ده، چې اړتیا یې له څو اړخونو ښکاره کېږي. د دې څېړني ډول کتابتوني دی، چې په توصیفی- تحلیلی کړنلارې ترسره شوې او له معتبروسرچینوڅخه پکې استفاده شوې ده، د څېړني موندني ښکاره کوي، چې د صحیحو او معتبرو احادیثو، لکه «صوموا لرؤیته و أفطروا لرؤیته»، په رڼا کې څرګندېږي، چې د میاشتې د پېل او پای اصلي معیار د فزیکي رؤیت (سترګو لید) دی. دا نظر د جمهورو علماو، لکه: امام ابوحنیفه، امام مالک، امام شافعي او امام احمد بن حنبل له نظرونو سره همغږي لري.

##submission.downloads##

چاپ شده

2025-11-10