د لوړو زده¬کړو د کیفیت په تضمین کې د استادانو د مسلکي روزنې ونډه څیړل

نویسندگان

  • Esmatullah Haidari Department of Agricultural Economics and Development, Faculty of Agriculture, Farah Institute of Higher Education, Farah, Afghanistan

کلمات کلیدی:

Teachers, Professional Development, Teaching Quality, Students' Learning, Quality Assurance, Higher Education

چکیده

دا څېړنه د فراه پوهنتون د استادانو د مسلکي روزنې د ونډې ارزونه کوي، تر څو څرګنده کړي چې یادې روزنې د لوړو زده‌کړو د کیفیت د تضمین په بهیر کې څومره اغېزه لري. د څېړنې موخه دا ده چې وښيي آیا مسلکي روزنه کولای شي د استادانو په مهارتونو، د تدریس پر کیفیت، او د زده­کوونکو په زده‌کړه کې مثبت بدلونونه راولي. څېړنه له توصیفي– تحلیلي میتود څخه استفاده کوي او د معلوماتو د راټولولو لپاره له اسنادي تحلیل، پوښتنلیک، مشاهده او احصایوي ابزارو لکه رګراسیون، یووالی او الفای کرونباخ څخه کار اخیستل شوی دی. د څېړنې احصایوي پایلې ښيي، چې د استادانو روزنه د تدریس کیفیت ته معنادار اغېز لري، او د رګراسیون ماډل (R² = 0.69) دا څرګندوي، چې یاد فکتورونه د کیفیت ٪ ۶۹ بدلون توضیحوي. د کرونباخ  الفا لوړ ارزښتونه (0.72–0.90) د ابزارو اعتبار تاییدوي. د استادانو او زده­کوونکو نظریات ښيي، چې روزنه د تدریس طرز، علمي پوهې، او د محصلانو سره د تعامل په کیفیت کې مثبت بدلونونه راوړي. څېړنه دا هم څرګندوي چې د روزنې پلي کېدو پر وړاندې یو شمېر ستونزې لکه د بودیجې کمښت، د روزونکو کموالی، او د پروګرامونو ناپایدار جوړښت خنډ ګرځېدلي دي. څېړنه دې پایلې ته رسېږي، چې د استادانو مسلکي روزنه نه یوازې د تدریس کیفیت ته وده ورکوي، بلکې د لوړو زده­کړو د اعتبار، پرمختګ او مؤثریت یوه اساسي ستراتیژي ده.

##submission.downloads##

چاپ شده

2025-09-05

مقالات بیشتر خوانده شده از همین نویسنده

##plugins.generic.recommendBySimilarity.heading##

1 2 3 4 > >> 

##plugins.generic.recommendBySimilarity.advancedSearchIntro##