د ستافیلوکوکس اوریوس باکتریا ناروغیو ته کتنه او د هغه د مخنیوۍ لارې چارې
کلمات کلیدی:
انتاني ناروغۍ، زهري توکسينونه، ستافیلوکوکس اوریوس، میتي سيلينچکیده
لنډیز
سټافیلوکوکس اوریوس (Staphylococcus aureus) یو ګرام مثبته، فرصتموندونکې او ناروغيزېږونکې بکتریا ده، چې د انساني روغتیا لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي، په ځانګړي ډول هغه ډولونه چې د مېتېسیلین پر وړاندې مقاومت ((MRSA لري. د دې څېړنې موخه د سټافیلوکوکس اوریوس کلینیکي اهمیت، د انټيبیوتیکي مقاومت بڼې او د وقایوي تګلارو ارزونه ده او د دې لپاره د وروستیو خپرو شوو نړیوالو کره مقالو کتنه ترسره شوې ده، همدارنګه کلینیکي راپورونه او روغتیایي لارښودونه هم مطالعه شوي دي. څېړنې څرګندوي چې دغه بکتریا د پوستکي له سطحي انتاناتو تر سینه بغل، اندوکاردایټس او سیپسیس پورې د ناروغیو لامل ګرځي. د مقاومت پراختیا، پهځانګړي ډول د مېتېسیلین او نورو انټيبیوتیکونو پر وړاندې، د نړیوالې روغتیا لپاره یوه ستره ننګونه ده. د څېړنې موندنې ښکاروي. چې د خپرېدو اساسي لارې د مستقیم تماس، ککړو وسایلو او روغتونونو کې د ناکافي وقایوي تدابیرو سره تړاو لري. د دې باکتریا د انتيبیوتیک پر وړاندې مقاومت، په ځانګړي ډول د MRSA ډول، د عامې روغتیا لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي. د وقایې لپاره د حفظالصحې اصولو دقیق مراعات، د لاسونو منظم مینځل، د زخمونو پاک ساتل، د وسایلو تعقیم او د انټيبیوتیکونو معقول استعمال د ناروغیو په کمولو کې اغېزمن رول لري. د سټافیلوکوکس اوریوس اړوند ناروغۍ د فردي او ټولنیز روغتیا له پلوه د پام وړ اهمیت لري. د وقایې، ژر تشخیص او مناسبې درملنې له لارې کېدای شي د دې باکتریا د خپرېدو او جدي عوارضو مخه ونیول شي. همدارنګه د دې باکتریا پر وړاندې بریالی کنټرول د وقایوي تدابیرو نیول، عامه پوهاوی او نوې درملنې همغږۍ ته اړتیا لري.
##submission.downloads##
چاپ شده
ارجاع به مقاله
شماره
نوع مقاله
مجوز
حق نشر 2026 Farah Research and Scientific Journal

این پروژه تحت مجوز بین المللی Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 می باشد.




