د پښتو او پشهيي ژبو ګډو اتو (ټ ځ څ ډ ړ ږ ښ ڼ) غږونو څېړنه
کلمات کلیدی:
پښتو، پشهيي، آريک، ګډ، علت، غږونهچکیده
پشهيي ژبه د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې ويونکي لري، چې له پښتو ژبې سره تاريخي، ژبنۍ او سيمهييزې اړيکې لري. په دې څېړنيزه مقاله کې د پشهيي او پښتو ژبې پر اتو (ټ/ṭ، ځ/ǰ، څ/c، ډ/ḍ، ړ/ṛ، ږ/ẓ، ښ/ṣ ڼ/ṇ) غږونو بحث شوی دی، دا مقاله د غږونو پېژندنې، مخرجونه او غږونو نورې ځانګړنې په بېلګو کې روښانه کوي او د موضوع ښه روښانتيا لپاره په بېلګو کې ذکر شوي غږونه د کلمو په پیل، منځ او پای کې ښودل شوي، وروسته د دواړو ژبو د ګډو غږونو په علت او عامل باندې خبرې شوې دي. دې څېړنې ارزښت په دې کې دی چې تر اوسه پورې د پشهيي او پښتو ژبې پر يادو شوو مشترکو غږونو څېړنه نه ده شوې. د دې څېړنې موخه دا ده، چې د پشهيي او پښتو ژبو ذکر شوو غږونو مشترکوالی روښانه شي، ترڅو لوستونکو او څېړونکو ته د دواړو ژبو تاريخي او ژبنیو اړيکو اهميت څرګنده شي. د څېړنې ډول کتابتوني دی، چې له بېلابېلو آثارو څخه ګټه اخيستل شوې، همدارنګه د پشهيي ژبې ويونکو سره مرکې شوې دي، ترڅو موضوع په ښه ډول واضح شي.
##submission.downloads##
چاپ شده
ارجاع به مقاله
شماره
نوع مقاله
مجوز
حق نشر 2025 Farah Research & Scientific Journal

این پروژه تحت مجوز بین المللی Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 می باشد.
