د تدریس نوې کړنلارې
Keywords:
د تدریس نوي مېتودونه، د نویو او سنتي مېتودنو توپيرونه، سنتي مېتدونAbstract
لنډیز
دا څېړنه د تدریس په نویو کړنلارو باندې تر سره شوې ده. پوښتنه دا ده چې د فعالې، مؤثرې او مادام العمره زده کړې د کولو دریسي کړنلارې کومې دې؟ د ښوونې په عرصه کې د نړۍ چټک پرمختګ او زموږ د ښوونیز نظام اړتیاوې ایجابوي چې په نویو دریسي کړنلارو د ښوونیز سیسټم عیارول، به د مؤثرې زده کړې لپاره زمینه برابره کړي. د نوموړې څېړنې په تر سره کولو کې موږ له کتابتوني مېتود څخه په ګټې اخیستنې سره معلومات له معتبرو مأخذونو څخه راټول کړي دي. د دې څېړنې په پای کې موږ دا نتېجې په لاس راوړې چې د تدریس د نویو کړنلارو په واسطه زده کوونکي درسي مفاهیم په ښه ډول هضم کولی شي. د تدریس نوې کړنلارې چې په شاګرد محورۍ او فعاله زده کړه باندې ټینګار کوي، پایله څرګندوي، چې زده کوونکو ته د پراخ مشارکت، تعلیمي علاقې او انګېزې، تصمیم نیونې، منطقي او انتقادي تفکر فرصتونه د تدریس د نویو مېتودونو په وسیله مهیا کېږي. د انتقادي تفکر، ستونزې په بنسټ زده کړه او ټکنالوجي محوره درسي کړنلارې د نویو درسي کړنلارو په منځ کې له اهمیت ډکې راته ښکاره شوې، چې په ښوونځيو او پوهنځیو کې به یې په تطبیق او عملي کولو سره زده کوونکي اغېزمنه پوهه تر لاسه کړي.
Downloads
Published
How to Cite
Issue
Section
License
Copyright (c) 2025 Farah Research & Scientific Journal

This work is licensed under a Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International License.
